. پېژندنه
AIRBEL یوه کلنه ازمايښتی پروژه ده چې موخه یې په کندز او بامیان ولایتونو کې د 123 غوره ښوونکو مسلکي وده او د لارښوونې او معیارونو ته وده ورکول دي چې د حضوري او لیرې زده کړې له لارې وکولای شې چې د تعلیم او تربيه په برخه کې موجوده خاليګاه وپيژندل شی او دحل لاري ورته ولټول شی.
2 د پروژې هدف
د دې نوښت هدف د لیرې پرتو ښوونکو لپاره د IVR-SMS په مالتړ د ښوونکو د تعليمي کچي لوړول دی ، چې په وړیا ډول به د تلیفون څخه په استفادې ورته تعلیمي خدمات وړاندې شی، او د هغو زده کونکو لپاره مجازی او د لری نه مالتړ ښه کول دي چې د طبیعي پیښو یا وبا له امله په ټولګیو کې د ګډون توان نلري.
3 د پروژې موخې
د دې نوښت موخه د IVR-SMS Chabot's او EdTch ټیکنالوژۍ له لارې د 123 CBE/ALP ښوونکو مسلکي پرمختګ ته وده ورکول دي، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې. دا وسیلې به روانې مرستې چمتو کړي، د تدریس طریقو ته به وده ورکړي، او د خنډونو په وخت کې بخ غوره مجازی او لیرې مالتړ چمتو کړي.
4 د پروژې ګټه اخیستونکي:
په ټولیز ډول، د بامیان او کندز په نښه شویو ولایتونو کې 123 تنه محلي زده کړو نارینه او ښځینه ښوونکي.
5 متوقع پایلي:
ټولو 123 نارینه او ښځینه ښوونکو د زده کړې په برخه کې په حضوری او د لری نه د ټکنالوژی سره په استفادی سره دوی ته د تعليم او تربيه په مختلفو برخو کې مسلکي ټريننګونه ترلاسه کړی او پيغامونه ورته رسيدلی ، ښوونکو دا و منله چې ددوی د زده کړو په بهير کې او د ټولګيو په تنظيم کې يې مثتبی پايلي لرلی او ددې پروژی د دوام او نورو ولایتونو ته ې د غزونی غوښتنه کوی
6 موده:
د Arnhold Education Opportunities (AIRBEL) پروژه یوه کلنه ازمایښتي پروژه ده چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۱ پیل او د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۳۱ پای ته ورسېده.
7 موقيعت:
د ارنولډ تعلیمي فرصتونو (ایربل) پروژه د کندز ولایت په (اقتاش) ولسوالۍ او د بامیان ولایت په (شیبر، سیغان او بامیانو مرکز) کې پلې شوه.
۸ بسپنه ورکوونکی:
د AIRBEL پروژې تمویل کونکی د 40967 USD بودیجې سره د ژغورنې نړیواله کمیټه (IRC) ده.
Copyright 2024 AABRAR NGO. Powered By AryanIct