Date: 2023-03-26

د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو د رایې اچونې د پای په اړه د کتونکو بنسټونو ګډه اعلامیه

ولسونو په پوره زړه ورتیا دغه له ننګونو او تهدیدونو ډکه ورځ پای ته ورسوله په داسې سخته ورځ یې نړېوالو ته وښوده چې د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره يې دغه لار ټاکلې ده د نن ورځې چاودنو او تهدیدونو و نه شوای کولای چې افغان ولس د رایې له حق څخه محروم کړي، د هیواد د سرنوشت په ټاکلو کې یې پراخ ګډون وکړ چې نن ورځ په تاریخ کې ولسونو په خپل نوم ثبت کړه . د هیواد دغو سختو شرایطو او حساس حالت ته په کتو سره دواړو کمېسبونو او دولت ته وړاندیز کوو چې: 1. د ټولو شکایتونو له ثبت او د هغو له څیړلو څخه ملاتړ وکړي او ولس سره یې شریک کړي . 2. د هر ډول جعلي او له ځانه جوړ شويو ارقامو څخه په کلکه ډډه وکړي ترڅو عامه ذهنیت زیانمن نه شي او حساسیتونه را و نه پاروي . 3. د لومړنیو پایلو اعلان د تلې په ۲۷ نیټه ترسره کیږي، دواړه کمېسیونونه مکلف دي چې مهال ویش مراعت کړي او خلکو ته د اعلان د ټاکلي نېټې په اړه ډاډ ورکړي. 4. د دواړو کمېسیونونو په چارو کې مداخله د کمېسیونونو خپلواکي تر سوال لاندې راولي ، د خلکو او کمېسیونونو تر منځ د بحران د رامنځته کیدو او د بې اعتمادۍ سبب کیدای شي له ټولو خواوو څخه هیله لرو چې دغه اصل په نظر کې ونیسي . 5. د ټاکنو نوماندان مسؤلیت لري چې خپل د باور وړ او مسلکي استازي (کتونکي ) د رایو د شمېرلو جریان او پای ته رسیدو لپاره کمېسیون ته واستوي. په پای کې اړینه ده، چې د امنیتي ځواکونو او د هېواد ساتونکو له دوامداره هڅو او د ټاکنو له بهیر څخه د ملاتړ په پار د زړه له تله مننه کوو او د دوی د بریا دعا کوو چې په دغه ورځ یې د خپلو سرونو په بدل کې د خلکو له ارمانونو څخه ساتنه وکړه . همدارنګه د ټاکنو له کارکونکو ، له هغو بنسټونو چې دغه ټاکنیز بهیر یې په لاره اچولی ، له داخلي او بهرنیو کتونکو بنسټونو څخه او په ځانګړي ډول ددغه بهیر له مالي او تخنیکي مرسته کوونکي (ملي دیموکراتیک انستیتیوت) څخه د زړه له تله مننه کوو ځکه د دوی مرستې د افغانستان د راتلونکي لپاره بې اغیزې نه دي. ۱۳۹۸ کال، د تلې شپږمه نېټه، کابل افغانستان

Contact Us

Address:

House # 554, 3rd Street of Taimani Project, Kabul Afghanistan

Email Address:

kabul@aabrar.org.af/ abdulbaseer@aabrar.org.af

Phone:

+93 (0) 77 555 888 5 / +93 (0) 700 284 986

CopyRight © 2016 All Rights Reserved By: AABRAR NGO & Developed By: Hsoft - Technologies