Date: 2023-09-21

د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د کتونکو بنسټونو د رایې اچونې د بهیر په اړه ګډه اعلامیه

په داسې حال کې چې د هېواد ولسونو په خورا لیوالتیا سره د ټاکنو په بهیر کې د ګډون کولو غوښتونکي وو، خو امنیتي ننګونو ، د وسلوالو حملي همدارنګه د دوی اخطارونو د ټاکنو په بهیر کې د ولس ګډون تر ډیره کم رنګه کړی وو . له بل خو د هیواد په ډیرو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو قطع کیدل ، په همدغه ورځ د رایو ورکونکو د فهرست نه شتون ، په بلخ ،غور، نورستان ، کندهار او هلمند ولایتونو کې د ځینو مرکزونو نه خلاصیدل او کتونکو بنسټونو سره په نه همغږۍ د ځینو مرکزونو د ځای تغیر، د دې لامل شو چې خلک رایې اچولو ته منتظیر پاتې شي ، سره د دې چې د رایې اچولو موده دوه ساعته تمدید شوه تر څو خلک وکولای شي چې د رایې اچولو له حق څخه محروم پاتې نه شي بیا هم له ټاکنو څخه کتونکي بنسټونه په دې باور دي چې په مرکزونو کې د امنیتي ننګونو او ستونزو له امله په دغه ملي پروسه کې د خلکو ګډون کم رنګه وو. د کتونکو بنسټونو موندنې چې د ۳۰۲ مرکزونو سره د ۳۱۳ اړیکو نیولو څخه ترلاسه شوي په لاندې ډول دي: د موندنو له مخې لاندې لومړني مالومات په لاس لرو. • ٪ ۷۴ مرکزونو کې امنیتي ځواکونه فعال وو. • ٪۶۴ مرکزونو کې د ټاکنو کارکوونکو شتون درلود. • ٪۹۵ مرکزونو ته اساس مواد انتقال شوي و. • ٪۷۵ مرکزونو کې د شکایاتو د کمیسیون استازي موجود و. • ٪ ۸۴.۶ مرکزونو کې د بایومتیرک ماشیونونو په نورمال ډول کار کولو چې د رایې اچونې بهیر بې له کوم ځنډه تر سره شو. • ٪ ۸۷.۴ مرکزونو کې د رایې اچونکو ګوتې په مخصوص رنګ سره نښاني کیدلې. • ٪۸۸ مرکزونو کې د رایې اچولو پاڼي مخکې له رایې ورکولو څخه مهر کیدلې. • ٪ ۱۰.۷ مرکزونو کې د رایې اچولو بهیر د لنډ وخت لپاره ځنډیدلی و چې ژر یې بیرته په کار پیل وکړ. د تلې شپږمه ۱۳۹۸ کابل افغانستان

Contact Us

Address:

House # 554, 3rd Street of Taimani Project, Kabul Afghanistan

Email Address:

kabul@aabrar.org.af/ abdulbaseer@aabrar.org.af

Phone:

+93 (0) 77 555 888 5 / +93 (0) 700 284 986

CopyRight © 2016 All Rights Reserved By: AABRAR NGO & Developed By: Hsoft - Technologies