Date: 2023-09-21

د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرېزو ټاکنو په اړه د کتونکو بنسټونو ګډه مطبوعاتي اعلامیه

افغان ولس یو وار بیا ثابته کړه چې د دیموکراسي د ټینګښت او مثبت بدلون غوښتونکي دي ځکه چې د روان کال د تلې میاشتې د شپږمې نیټې ټاکنو کې په پراخ ډول ونډه واخیسته تر څو په سولیز ډول د واک د انتقال په پروسه کې خپل رول ادا کړي او د راتلونکو پینځو کلونو لپاره خپل زعیم وټاکي. کتونکي بنسټونه (د افغان ښځو لپاره د حقوقي زده کړو مرکز (THRA)، مجما (ACSFO) او ابرار خیریه موسسه (AABRAR)) د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ولسونو د پاکې رایې او له دغه ټاکنیز بهیر څخه د کتنې په برخه کې ۷۱۰۹ لنډ مهاله کتونکي روزلي او په دندو ګمارلي دي تر څو د ټاکنو د روڼتیا په اړه خپل مسولیت ادا کړي. دا چې ټاکنې په خپل ذات کې د دیموکراسۍ تصویر وړاندې کوي او دغې سرنوشت ټاکونکې ورځي ته د هیواد د ولسونو علاقمندي پیاوړې کوي په دغه ټاکنیز بهیر کې د خلکو او کتونکو ګډون په داسې حال کې دی چې په ټول هیواد کې امنیتي ګواښونه لوړې کچې ته رسیدلي دي، سربیره پر دې د هیواد په ډیری سیمو کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه له خنډ او ځنډ سره مخ دي له نیکه مرغه د ولسونو (مېرمنو ،ځوانانو او مشرانو) په پوره لیولتیا او هیوادنۍ مینې سره په پراخ ډول په دغې ملي پروسې کې ګډون کړی دی. همدارنګه د ملي امنیتي ځواکونو سرښندنه هم د ستاینې وړ ده ، له بل پلوه د کورنیو رسنیو شیبه په شیبه د ټاکنو له پیل څخه تر دې دمه راپور ورکول هم د ستایلو دي. د ټاکنو د مرکزونو د پرانیستې له بهیر څخه د کتونکو بنسټونو د لیدنې اړین ټکي په لاندې ډول دي: • ډیری مرکزونه په خپل ټاکل شوي وخت سره نه دي پرانیستل شوي چې ډیری رایه اچونکو د سهار له اتو بجو څخه وروسته په رایې اچولو پیل کړی. • په ځینو مرکزونو کې د کتونکو بنسټونو کتونکو ته د کتنې اجازه نه ده ورکړل شوې. • د همکارۍ نه شتون او د بنسټونو کتونکو ته د موبایلونو د نه اجازې ورکول هغه موارد دي چې په ځینو مرکزونو کې لیدل شوي دي. • د رایه ورکونکو ځړول شویو لیستونو کې د تیر په څیر د شته ستونزو له امله رایه ورکونکي له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. • د مرکزونو د ټاکلو په برخه کې نه همغږي او د ځینو مرکزونو تړل هغه څه دي چې کتونکي او رایه اچونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. • د بایمیتریک ځینو ماشینونو په سم ډؤل کار نه کولو چې د رایې اچونې بهیر يې له ځنډ سره مخ کړی و. د تلې شپږمه ۱۳۹۸ کابل افغانستان

Contact Us

Address:

House # 554, 3rd Street of Taimani Project, Kabul Afghanistan

Email Address:

kabul@aabrar.org.af/ abdulbaseer@aabrar.org.af

Phone:

+93 (0) 77 555 888 5 / +93 (0) 700 284 986

CopyRight © 2016 All Rights Reserved By: AABRAR NGO & Developed By: Hsoft - Technologies