Date: 2023-09-21

د ټاکنو د روان بهیر په اړه د ابرار خیریه مؤسسې اعلامیه

ټاکنې د دیموکراسۍ (ولسواکۍ) بنیادي رکن او په سولیز ډول د واک د لیږد مهم اصل دی چې د قانون په رڼا کې د افغانستان وګړو ته حق ورکړل شوی تر څو د هېواد د ادارې او پرمختګ لپاره وړ کس وټاکي او په دغې ملي پروسې کې په خپلواک ډول ګډون وکړي. د ټاکنو د حق څخه د ګټې اخیستلو په بنسټ دا دی په څلورمې ټاکنیزې دورې کې قرار لرو ، سره د دې چې دغه ټاکنیزه دوره د تېر په نسبت له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ ده لکه د ټاکنو له بهیر سره د سولې پروسه او په هېواد کې د جګړې شدت د نوماندانو کم رنګه کمپایني سیالۍ او ولس ته د خپلو برنامو نه رسول ، په ولایاتو کې د نوماندانو د کمپایني دفترونو نه شتون یا کمښت او تر څنګ یې د ټاکنو په پروسې د ولسي باور نه شتون دغه ملي پروسه ټکنۍ کړې وه . دا چې په ناڅاپي ډول د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د خبرو ختمیدل او د روان کال د سنبلې په ۲۲ نیټه د ازادۍ راډیو د خبر په اساس په کابل کې د امریکا د سفارت لخوا د افغانستان له روانو ټاکنو سره ۲۹ میلونه ډالره مرسته اعلانیدل دغې ملي پروسې ته یو څه رونق ورکړ ، د ټاکنو تر سره کیدل یقیني شول ، د موقت حکومت د رامنځ ته کیدو ګنګوسې ختمې شوې، د نوماندانو تر منځ ټاکنیزې سیالي یو څه چټکې شوې او تر ټولو اړینه دا چې د ولس هیلې هم د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره را وټوکیدې. د ګران هېواد د نورور سیمو په څیر جنوب او جنوب ختیځې سیمې هم د ټاکنو له کم رنګه بهیر سره مخ وې چې د پورته بدلونونو په را منځته کیدو سره یې د ولسونو باور په ټاکنو کې ګډون کولو ته میلان پیدا کړ. دا چې اوس د کمپاین موده پای ته رسیدونکې ده، موږ له دولت څخه جدي هیله لرو تر څو د ټاکنو د امنیت په برخه کې خپل ټول امکانات په کار واچوي چې ولسونه په ډاډه زړه په یادې ملي پروسې کې ګډون وکړي همدارنګه د ټاکنو د روڼتیا په اړه باید پوره مسؤلانه چلند وشي تر څو د هېوادوالو تر څنګ د نړېوالو باور هم د ټاکنو د روڼتیا او د دیموکراسۍ د ټینګښت په اړه لا ورغوي. درنښت د ابرار خیریه مؤسسه

Contact Us

Address:

House # 554, 3rd Street of Taimani Project, Kabul Afghanistan

Email Address:

kabul@aabrar.org.af/ abdulbaseer@aabrar.org.af

Phone:

+93 (0) 77 555 888 5 / +93 (0) 700 284 986

CopyRight © 2016 All Rights Reserved By: AABRAR NGO & Developed By: Hsoft - Technologies